Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې معلولین: حکومت او مرستندویه بنسټونه دې د جنګي او طبيعي معلولينو ته په يوه سترګه وګوري

admin by admin
2021/12/09

د شمال بلخ ولایت په مرکز مزارشريف ښار کې د چهارشنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۱۷ مه»  معلولينو سره د دولتي او غير دولتي ادارو او بنسټونو د مرستو همغږي کېدو او له دغو مرستو څد سمې ګټې اخيستنې لپاره پروګرام جوړ شوی دی. 

معلولوین وايي، غوښتنه یې دا ده،چې حکومت او مرستندویه بنسټونه دې د جنګي او طبيعي معلولينو تر منځ توپير نه کوي او ټولو سره دې يو شان مرسته وکړي.

په ورته وخت کېدوی وايي، تر ډېره طبيعي معلولين له پامه غورځول شوي دي.

د معلولينو د پياوړي کېدو سازمان مسوول تاج محمد مرادي  وايي:« هغه معلولين چې جنګي دي پيسې ورکول کېږي او هغه معلولين چې طبيعي دي،مرسته ورسره نه کېږي. له اوسني حکومته غوښتنه کوو،چې د معلولينو تر منځ توپير دې له منځه يوسي او ټولو ته دې پر يوه سترګه وکتل شي.»

د نه اورېدونکو معلولينو د ټولنې مسوول انيل اکبري وايي:« د تعليم، اقتصاد، ټولنيزو چارو او کارموندنې برخه کې ډېرې ستونزې لرو. متاسفانه زموږ ډېرو معلولينو ته د تحصيل زمينه برابره نه ده او زموږ غوښتنه دا ده،چې دې برخې ته پاملرنه وشي.»

له دې سره شمال زون کې د سويډن مرستندویه کمېټې مسوول نجیب الله یزدان پناه وايي، خيريه بنسټونه بايد د معلولينو لاسنيوی وکړي.

یزدان پناه  زياته کړه،چې د معلولينو تر منځ هر ډول توپير ناسم او د اندېښنې وړ دی.

یزدان پناه وايي:«د معلول تر کليمې لاندې ټول شامل کېږي،هغه که عوامل يې هر شی وي، نو ځکه د دوی تر منځ توپير کول يوه جدي ستونزه ده. زه هېله من يم،چې اوسنی حکومت دغې ستونزې ته پام وکړي او ياده بې عدالتي له منځه يوسي.»

اخوا  بلخ کې د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست د کار آمر عبدالغفور حقاني هم د معلولينو د پياوړي کېدو او هغوی ته د شغل پيدا کېدو برخه کې د خپلو هڅو يادونه کوي.

حقاني زیاته کړه:« موږ کولی شو،چې له معلولینو سره مرسته وکړو، د بېلګې په ډول هغه کسان،چې خبرې نه شي کولی او يا غږ نه اوري، اشاروي ژبه ورزده کړو.  زموږ هڅه به دا وي،چې معلولينو سره کار وکړو،تر څو هغوی خپل ځانونه د ټولنې له نورو وګړو کم ونه ګڼي.»

د چارواکو پر وينا، د افغانستان د ټول نفوس څه باندې لس سلنه يې معلولين او معيوبين تشکېلوي،چې دغه وګړي، اقتصادي، ټولنيزو او تعليمي برخو کې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري
نړۍ

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist