Skip to content
د ترانسپورت او ملکي هوايي چلن وزارت وايي،ډېر ژر به د کابل نړیوال هوايي ډګر د سمبالولو چارو تړون له یوه بهرني شرکت سره لاسلیک شي.
د یاد وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، قطر هېواد یوازې د هوايي ډګر د ټاورونو کنټرول برخه کې همکاري کوي.
احمدي زیاتوي:« د ټاور کنټرول په برخه کي قطر هېواد مرسته کوي،له بېلابېلو شرکتونو سره خبري رواني دي او ډېر ژر به د سمبالولو چاري یوه بهرني شرکت ته ورکړل شي.»
احمدي وايي، دا مهال د کابل هوايي ډګر یوازې د۱۲ ساعته الوتنو جوګه دی او ډاډ یې وښود،چې د نوي تړون له لاسلیک سره به د افغانستان هوايي حریم د نړیوالو الوتنو پرمخ هم پرانېستل شي.
احمدي وايي:« د کابل د هوايي ډګر له تړون وروسته د کابل هوايي به د۲۴ ساعتونو د الوتنو لپاره پرانېستل شي او ترڅنګ به یې هوايي حریم د الوتکو د تګ لپاره خلاص شي.»
اخوا د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، اسلامي امارت دې د کابل هوايي ډګر فعال کولو لپاره جدي اقدامات وکړي او دافغانستان هوايي حریم دې په خپل کنټرول کې راولي.
شااوخوا درې میاشتې پوره کېږي،چې د کابل له نړیوال هوايي ډګره د کورنیو الوتنو سربیره یو شمېر ګاونډیو هېوادونو ته الوتنې شوي،خو دغه هوايي ډګر تر اوسه پورې په بشپړ ډول نړیوالو الوتنو ته نه دی چمتو شوی.
د قطر او ترکیې چارواکو ویلي، د کابل هوايي ډګر فعاله ساتلو کې له کابل سره همکاري او مرستې کوي.