Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بحران مخنیوي نړیواله ډله: افغانستان کې میلیونونه کسان له لوږې سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/08

د بحران مخنیوي نړیوالې ډلې د افغانستان اقتصادي وضعيت په تړاو راپور خپور کړی،چې په کې د هغو ستونزو، ننګونو او لاملونو یادونه شوې،چې له امله یې میلیونونه افغانان له  ناورین سره مخ دي.

راپور کې همدا راز د روان وضعیت د مهار لپاره ځینې غوښتنې هم مطرحه شوي دي.

د بحران ډلې دافغانستان مالي سکتور فلج یاد کړی او ویلي یې دي،چې خلکو ته آن لومړني خدمات نه وړاندې کېږي.

د بحران مخنیوي نړیواله ډلې د راپور یوه برخه:« افغان دولت د سقوط پر څنډو ولاړ دی،نړۍ د طالبانو واک ته رسېدو ته د دولتي شتمنیو په کنګل کولو، د مرستو کمولو او یوازې د بشري موخو لپاره د محدودو بندیزونو په لرې کولو سره ځواب ورکړ. دولتي کارکوونکي تنخواوې نه لري، لومړني خدمات نه وړاندې کېږي او مالي سکتور فلج شوی دی.»

یادې ډلې په خپل راپور کې امریکا ته د وړاندیز په توګه ویلي،کنګل شوې پیسې باید په تدریجي ډول ازاد شي او یوه برخه یې په ازمایښتي ډول افغان حکومت ته په واک کې ورکړي.

د بحران مخنیوي نړیوالې ډلې د راپور یوه برخه:« تر ټولو ښه به دا وي،چې واشنګټن د افغانستان مرکزي بانک (دا افغانستان بانک) ته د کنګل شويو زیرمو د تدریجي بېرته ورګرځولو په برخه کې ګام پورته کړي او د بدو پایلو د مخنیوي لپاره د دې پیسو یوه برخه ازاده کړي.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي که څه هم د روان ناورین مخنیوی د نړیوالې ټولنې مسوولیت بولي،خو زیات باور نه لري چې امریکا دې  نږدې ۱۰ میلیارده کنګل کړې پانګې یوه برخه اسلامي امارت ته په واک کې ورکړي.

د بحران نړیواله ډله ځکه د افغان دولت پر ملاتړ ټينګار کوي،چې د ژمي له رارسیدو سره د میلیونونو افغانانو برخلیک د حکومت بقا پورې تړلی بولي.

په  ورته مهال د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړې ادارې یا یونېسف هم په افغانستان کې د بحران مخنیوي لپاره له ۲۴ میلیونه افغانانو سره چې نژدې نیمايي یې ماشومان دي، د ۲ میلیارده ډالرو بشري مرستو غوښتنه کړې او هېله یې ښودلې ده،چې دغه مرستې به د میلیونونه افغانانو ژوند وژغوري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist