د بهرنیو چارو وزارت له دې پرېکړې نا خوښه دی او دا یې د افغانستان په حق کې یوه غیري عادلانه پرېکړه بللې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مشر ولي الله شاهین وايي:« موږ فکر کوو،چې دغه یوه بې انصافه او غیر عدلانه پرېکړه ده،چې داسې څوک د افغانستان نمایندګي کوي،چې نظام یې نه شته دی.اوس مهال د اسلامي امارت حکومت دی، نړۍ وال باید ورسره تعامل وکړي او نمایندګي هم د اسلامي امارت حق دی،.په ټوله کې دا بې انصافه پرېکړه ده،چې موقتي به وي.»
د ملګرو ملتونو باندې نیوکې دي،چې خپل ناپیلیتوب یې نه دی ساتلی.
دغه سازمان د میانمار حکومت په حق کې هم ورته پرېکړه کړې،چې حکومت یې دامهال د پوځ په لاس کې دی.
پر اسلامي امارت نیوکه ده،چې نړیوالو سیاستونو سره سم نه دي روان او باید داسې اقدامات ترسره کړي،چې نړیوال قانع او یو ښه تعامل ته تیار شي.
لندن کې د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر صلاح الدین سعیدي وايي:« دا چې ملګرو ملونو دا پرېکړه کړې، پرې خفه یو، خو بله لار نه شته ده، څوک په کوم مشروعیت ؟
هو تېر استازی اوس په ځمکه او محل کې په اصطلاح تسلط نه لري،د هغه حکومت او هغه د افغانستان استازیتوب نه شي کولای، خو بله لاره د حل نه ده پاتې طالبانو ته پکار ده،چې مناسب اقدامات وکړي او د افغانستان د خلکو د تراژیدۍ د کمولو لپاره مناسب کارونه وکړي.»