Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

چارواکي: د خوست لومړۍ پلې لېوا کې د اسلامي اردو د سرتېرو جلب او جذب لپاره نوم لیکنه پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/07

د  ملي دفاع وزارت د پیژنتون مشر محمد رحیم غزنوي وایي، اسلامي اردو کې د امارت اړوند جنګیالیو او هغو کسانو ته د شاملیدو اجازه ورکول کېږي،چې اسلامي احکامو د امارت اصولو او د خلکو خدمت ته ژمن وي. 

 غزنوي زیاتوي:« د امارت ملګرو ډېرې قربانۍ ورکړي. نن بیا دا مرحله په دوی باندې ولاړه ده. امارت پر دوی باور کړی دی،چې اسلامي اردو ته به داسې کسان معرفي کېږي،چې ټولو اسلامي احکامو، شریعت د امارت اصولو ته ژمن وي.»

د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان ایوب خالد وایي، د اسلامي اردو سرتېرو ته د میاشتني معاش تر څنګ ټول هغه امکانات په واک کې ورکول کېږي،چې د یوه هېواد اردو یې باید ولري.

خالد زیاته کړه:« هره قول اردو هره لېوا او هره کنډک به د دوی لپاره مدرسه وي، روزنه او تربیه به ورکول کېږي او خرچه به هم ورکول کېږي لکه اوس چې ورکول کېږي.»

د خوست والي محمد نبي عمري امنیتي ځواکونو ته خبرداری ورکړ،چې د محکمې له پریکړې پرته د چا د نیولو او ځورولو اجازه نه لري او که داسې اشخاص وموندل شول،په اړه به یې پریکړه نظامي محکمه کې تر سره کېږي. 

عمري وايي:« هېچاته اجازه نه شته دی،چې څوک د محکمې له پریکړې پرته څوک بندي،شکنجه یا وځوروي او که داسې اشخاص وموندل شول،په اړه به یې پریکړه نظامي محکمه کې ترسره کېږي.»

د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومانداني وایي، د د خوست تر څنګ اړوند نورو ولایتونو کې هم د اسلامي اردو لپاره نوم لیکنه روانه ده او تر اوسه پورې  ۳۰۰ کسان له لنډ مهاله زد کړو فارغ شوي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist