Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ټولنې لسګونه کسانو ته د کار جواز لیکونه ورکړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/07

 د عدلیې وزارت چارسمبالي عبدالحکیم شرعي د مدافع وکیلانو ټولنې دېرش تنه غړو ته د کار اجازه لیک ورکولو مراسمو ته په یوه غږیز پيغام کې وویل، مدافع وکیلان د تورنو کسانو د قضيو پر مخ وړلو کې بشپړه ازادي لري او د تېر په شان به سانسور نه وي. 

شرعي وايي:« په پوره ډاډ او جرأت باندې له خپل موکل نه  د اصولو په چوکاټ کې دفاع کولای شئ. ستاسو شاته يو لوی ارګان،چې د عدليې وزارت په نامه دی،هغه به ستاسې ملاتړی وي او ستاسو نه به هر قسم دفاع کوي.»

د عیدالیې وزارت ویانند محمد بشار وايي، هغه مدافع وکيلان چې د کار او فعالیت جوازونه ولري، دوی یې بیا تمدیدوي او د فعاليت اجازه ورکوي. 

بشار وايي:« موږ غواړو دا پروسه نوې کړو او د راتلونکو وکيلانو له پاره دا پروسه پیل کړو. د اوس مدافع وکيلانو لپاره کوم نوی پلان نه لرو، تيار دوی کار کړی دی،تجربه لري، مسلکي دي،هغوی ته جوازلیکونه ورکوو،چې دا ولاړ کارونه روان شي، کله چې موږ د نوي مدافع وکيلانو ګومارولو برخه کې کار کوو،د هغوی لپاره به دغسې پروسه جوړوو،خو معياري.»

مدافع وکيلان هم خوښ دي،چې عدليې وزارت ورته د فعالیت جواز تر څنګ په کاري برخه کې د ازادۍ حق ورکړ او ژمنه یې وکړه،چې د موکلینو قضیې به په پوره دقت او بې طرفۍ حل کوي.

یو تن  مدافع وکيلوايي:« په دغه جواز اخېستو چې امارت موږ ته راکړ، موږ پرې ویاړ کوو. موږ يې اطاعت کوو، مدافع وکالت نه یوازې چې زموږ یو ماموریت دی،بلکې دا زموږ اسلامي وجيبه هم ده.»

مدافع وکيلانو ته په داسې حال کې د کار او فعاليت جواز لیکونه ورکړل کېږي،چې څه موده وړاندې یو شمېر مدافع وکیلانو او څارنوالانو په یو لیک کې له نړیوالې ټولنې د ژوند  خوندیتوب غوښتنه کړې وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist