د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د اسلامي امارت سرتېري د بښنې د فرمان پلې کولو ته پوره ژمن دي او د مخکینۍ ادارې کارکونکي د پخواني مخالفت له امله نه ځورول کېږي.
اعلامیه کې وړاندې ویل شوي، که د اسلامي امارت هر غړی د عفوې له فرمانه سرغړونه کوي،قانوني چلن به ورسره کېږي او ان مجازات کېږي.
د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د پېښو کلکه پلټنه کېږي،خو بي ثبوته شایعات د اعتبار وړنه دي.
امریکا او د نړۍ شل هېوادونو افغانستان کې د مرموزو وژنو په تړاو ګډه اعلامیه خپره کړې،چې اسلامي امارت له محاکمې پرته د تېر حکومت کارکوونکي وژني.