• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: نړۍ له ا.ا سره تعامل ته لېواله ده

admin by admin
2021/12/05

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي،چې نړۍ له اسلامي امارت سره تمایلات لري او لېواله ده، چې ورسره سیاسي تعامل وکړي،خو د ځنو د لایلو له امله یې ځنډولی  دی.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج  وايي:«  دا چې نړیوال وايي، باید له طالبانو سره سیاسي تعامل وشي،خو په عمل کې نه راوړاندې کېږي. په دې کې دوه هدفه دي،یو غواړي دوی چې پر طالبانو باید تحمیل کړي خپل لاسپوڅي او د پخواني ریژم ځینې کسان هغه کادرونه چې دوی روزلي دي او دویم غواړي،خلک مصروف وساتي او له فرصته ګټه واخلي او خپلې نورې پروژې پلې کړي.»

ځېنې بیا په دې باور دي،چې نړۍ لاهم په افغانستان کې د اسلامي نظام له جوړښت سره اړخ نه لګوي او له همدې امله نه غواړي،چې د کابل له نوي حکومت سره په عملي توګه سیاسي اړیکې ټينګې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالحق حماد  وايي:« د ټولو نړیوالو زړه غواړي ،چې له نوي نظام سره تعامل وکړي،داچې عملآ  نه راوړاندې کېږي،زه فکر کوم دوی نه غواړي، په هغه توګه نظام چې اسلامي امارت یې غواړي. »

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ترهغې چې د اسلامي امارت د کابینې غړي په تورلیست کې شامل وي، واشنګټن به له کابل سره رسمي سیاسي اړیکو ته زړه ښه نه کړي او په دې تړاو لویدیځ هم د امریکا دریځ ته ګوري. 

 د سیاسي چارو کارپوه  طارق فرهادي وايي:« له امریکا تر هغې سیاسي تعامل امکان نه لري، ترڅو چې د طالبانو دکابینې غړي په تورلیست کې وي. غربي هېوادونه هم د افغانستان په تړاو د امریکا د ستراتیژۍ تابع دي.»

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي،غواړي، له نړۍ سره ښې او مانا لرونکې دیپلوماتیکې اړیکي ولري،خو لومړی باید د دوحې هوکړه عملي شي او د اسلامي امارت د غړو نومونه له تورلیسته واېستل شي .

کریمي زیاته کړه:« اسلامي امارت هم غواړي،له نړۍ سره ښه روابط ولري او مانا داره  اوقوي دیپلوماتیک راوبط ټینګ شي،خو مهمه دا ده،چې روابط او تعاملات پر متقابل احترام ولاړ وي او اسلامي امارت له  نړۍ سره کار کولو ته لېواله دی. هغه د افغانانو کنګل شوې پیسې دې راخوشې شي او د دوحې تړون دې پر بشپړه توګه عملي شي او تورلیستونه دې پاک شي.»

له افغانستان سره د نړۍ او سیمې بشري مرستې او په کابل کې د ځينو هېوادونوسفارتونو فعالیت هغه څه دي،چې څارونکي یې خاموشه رسمي اړیکې ګڼي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist