<h4>د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون په دوحه کې خبریالانو ته ويلي،یو شمېر اروپايي هېوادونه په کابل کې د ګډ ډیپلوماتیک مرکز پر پرانېستلو فکر کوي، چې له سفیرانو یې هلته ستانه وشي.</h4> <!--more--> <h4>ماکرون ویلي، په کابل کې د یوه داسې ګډ ځای په اړه فکر کوي،چې د سفیرانو د اوسېدو لپاره زمینه برابره کړي.</h4> <h4>نوموړی چې دا مهال د خلیجي هېوادونو په سفر وتلی ویلي،دا اقدام د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلو مانا نه لري او نه هم له هغوی سره د خبرو په مانا دی،بلکې دوی د دې لپاره دا کار کوي،چې وکولای شي، استازیتوب ولري.</h4> <h4> </h4>