د پاسپورټ مشر عالم حقاني نن یکشنه د رسنیو مرکز کې یوه خبري ناستې پر مهال وویل، ځینو ولایتونو ته د پاسپورت اړوند تخنیکي وسایل چمتو شوي او سر له سبا دوشنبې له کابل پرته په ۱۴ ولایتونو کې به یې د وېش بهیر پیل شي.
حقاني وايي، فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیکا، لغمان، کونړ، تخار، زابل، ارزګان، جوزجان، سمنګان، بغلان، بامیان او پنجشېر هغه ولایتونه دي،چې سر له دوشنبې به په کې د پاسپورت د وېش بهیر پیل شي.
حقاني وايي، د پاسپورټ په بیه کې تغیر نه دی راغلی،هماغه پخوانی دی او په دواړو کاغذي او برښنایي پېژندپاڼو ورکول کېږي.
حقاني زیاته کړه:« په دې وتوانېدو،چې د پاتې ۱۴ ولایاتو ماشین الات، د بیپ او بایومټریک جمکېټونه او ټول لوازم پوره کړو او د الله ج په نصرت او امداد سره کار ته ادامه ورکړو.»
حقاني وايي، کابل کې به د پاسپورټ ویش د تخنیکي وسایلو تر اخېستو وروسته پیل شي.
دوی وایي، د تیر حکومت چاپ شوي د پاسپورټ کتابچې ورسره دي او تر ۱۵ میاشتو دوام او بسنه کوي.
حقاني وايي:« موږ په کاپي اندازه پاسپورتونه لرو،تر پنځلس میاشتو پورې موږ نویو پاسپورتونو ته ضرورت نه لرو او د نویو پاسپورتونو د چاپ په هکله تر اوسه پورې کوم تصمیم نه دی نیول شوی.»
مسوولین له خلکو غواړي،چې کمېشن کارانو ته دې پیسې نه ورکوي او نه دې څوک جعلي اسناد جوړوي.
د هر ولایت خلک په خپلو ولایتونو کې پاسپورت اخېستلی شي، خو هغه چې پخوا یې پیسې کابل کې تحویل کړي،منتظر دې شي،چې هغوی ته دلته پاسپورټ ورکول کېږي.