د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني ویلي، د سیمې هېوادونه د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه لري او په وینا یې نړیواله ټولنه کومه ځانګړې تګلاره نه لري،چې له افغانستان سره څنګه چلن کوي.
نوموړي زیاته کړې، روسیه، چین او د سیمې نور هېوادونه په سیمه کې له روان وضعیت اندېښمن دي او په خبره یې قطر له روسیې سره په اړیکه کې دی،ځکه چې روسیه د افغانستان په ثبات کې شریکه ده.
هغه ویلي، دا هم نه شي کېدای،چې د منځنۍ اسیا هېوادونه له پامه وغورځول شي،ځکه چې د نړیوال ثبات لپاره مهم دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ویلي، په سیمه کې د امن او ثبات لپاره اړتیا ده،چې مذاکرات پیاوړي شي او ستونزې له منځه یوړل شي.