اروپا کې د پناه غوښتوونکو د ملاتړ دفتر وايې،د اروپا د پناه غوښتوونکو د ملاتړ دفتر وايي د افغان کډوالو د پناه غوښتنې لړۍ ډيره زیاته شوې ده.
یاد دفتر پخپل وروستي راپور کې ویلي،له تېرې اګسټ میاشتې پورې دا شمېر ۱۰ زره وو، خو له سپټمبر وروسته د غوښتنلیکونو شمیر ۱۷ زره ته پورته شوی دی.
اروپا کې د پناه غوښتوونکو ملاتړ دفتر د راپور یوه برخه:« د روان کال په سپټمبر کې، اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو له لوري د پناه غوښتنې ۱۷ زره غوښتنلیکونه ور رسېدلي دي. دغه شمېر د تېر اګسټ پرتله،چې ۱۰ زره وو، ډېر زیات شوی دی. همدا راز دا کچه د سوري کډوالو دوه برابره ده.»
یاد دفتر لیکي،چې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته د پناه غوښتنې په کچه کې ۷۲ سلنه زیاتوالی راغلی.
د کډوالو د ملاتړ دې دفتر د پناه غوښتونکو ډېری یې هغه کسان یاد کړي،چې په اګست میاشت کې د تخلیې پروسې له لارې اروپايي هېوادونو ته رسیدلي دي.
اروپا کې د پناه غوښتوونکو ملاتړ دفتر راپور یوه برخه:« د تېرو څو کلونو په ترڅ کې اروپا ته د افغان کډوالو په پناه غوښتنه کې ۷۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دا غوښتنې له تېرې اګسټ میاشتې وروسته چې طالبان واک ته رسیدلي دي، ډېر شوی،ځکه ډېر شمیر کسان د تخلیې پروسې له لارې اروپايي هېوادونو ته تللي او هغوی بیا هلته پناه غوښتې.»
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي،د کډوالو د شمیر له ډېریدو سره اروپايي هېوادونه هم د ترهګرۍ او جنايي پیښو د زیاتیدو اندیښنه لري،خو رښتینی زیان یې د افغانستان راتلونکي ته رسېږي.
د سیاسي چارو شنونکی اجمل سهیل وايي:« مهمه او اساسي خبره د مغزونو فرار ده،چې کله په یوه هېواد کې د مغزونو فرار رامنځ ته شي، نو بیا ټولنه او هېواد هغو کسانو ته پاتې کېږي،چې په مختلفو اړخونو کې وړتیا او استعداد نه لري او نظام د بربادۍ لور ته ځي.»
بل لور ته نړیوال هم د کډوالو د کړکیچ زیاتیدل د ناورین په توګه یادوي او پر اسلامي امارات د سیاسي فشار په توګه هم ترې ګټه پورته کوي،چې ژر د هغوی غوښتنې ومني.