د اروپا د پناه غوښتونکو ملاتړ ادارې ویلي، تردې دمه ۷۱ زره او ۲ سوه کسانو د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده.
د دې ادارې په وینا، له ۲۰۱۶ کال راهیسې دا تر ټولو لوړ رقم دی او په داسې حال کې ده، چې یوازې په یوه وروستۍ میاشت کې اروپا ته د رسېدونکو افغانانو په شمېر کې په سلو کې ۷۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د مالوماتو له مخې، د افغان پناه غوښتونکو شمېر په سپټمبر میاشت کې ۱۷ زره او ۳ سوو کسانو ته لوړ شوی.