Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د شویو مذاکراتو پایلې نه دي عملي شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/02

د سیاسي چارو کارپوهان وايې، دواړه لوري پر یوبل باور نه لري او په کار دا ده،چې دواړه اړخونه خپلې تیرې ژمنې عملي کړي،ترڅو په راتلونکې کې داسې توافق ته لار اواره شي،چې عملي وي.

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« اوس دوی پر یوه بل باندې لازم باور نه لري، خو هم امریکایانو ته په کار ده، چې خپلو تعهداتو باندې وفا وکړي او هم طالبانو ته. له دې پرته که  وضیعت همداشان روان وي، د اقتصادي بحران لمن به پراخه شي.»

په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راپدیخوا دوه ځلې د طالبانو  او امریکایي استازو ترمنځ ناستې شوي دي، خو د خبرو عملي پایله یې لا نه ده څرګنده.

اسلامي امارت او امریکایان په دوه پړاوه خبرو کې داسې کوم توافق ته نه دي رسیدلي،چې تمه یې کیده،خو اسلامي امارت له امریکا سره وروستي مذاکرات هیله بښونکي یاد کړي او زیاته کړې ده،چې په یوه او دوه ناستو کې ستونزې  نه حل کېږي او وخت ته اړتیا لري.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي، له هغې مخکې چې هوکړه نه وي شوي،هیڅ ډول ژمنې د عمل وړ نه دي او د دوحې په وروستیو مذاکراتو کې د کابل او واشنګټن ترمنځ هېڅ ډول هوکړه نه ده شوې او یوازې د یوبل نظریات اوریدل شوي دي.

بارکزۍ  زیاته کړه:« د تعهدات عملي کول دوه اصلو ته ضرورت لري. لومړی دا چې یو سیاسي تعهد د هغو هوکړو پر اساس چې شوي دې باید موجود وي او دواړه خواوې یوې موافقې ته سره ورسیږي،خو تر اوسه پورې  د طالبانو او امریکا ترمنځ کوم اساسي توافق نه دی شوی ، خبرې شوي دي او یو د بل نظریات اوریدل شوي دی. داسې توافق ته سره نه دي رسیدلي،چې پرهغې عمل وشي.»

د سیاسي چارو پوه طارق فرهادي بیا وايي، د ټینګو سیاسي تعاملاتو ته د تګ لپاره د امریکا په ګډون ټولې  نړۍ او په تېره بیا ملګرو ملتونو شرایط وړاندي کړي،چې تر اوسه پورې په کابل کې نه دي عملي شوي.

فرهادي زیاتوي:« د زیاتو او عمیقو تعاملاتو لپاره د امریکا په ګډون ټولو هېوادونو او اوس ملګرو ملتونو هم شرایط ایښي دي،چې په کابل  او حکومت کې اصلاحات په کار د.»

اسلامي امارت بیا له وړاندې ویلي، د رسمیت پیژندنې لپاره یې ټول هغه معیارونه برابر کړي،چې ورته اړتیا لېدل کېږي،خو لا تر اوسه پورې هېڅ هېواد نه دی حاضرشوی،چې له افغانستان سره رسمي سیاسي تعاملاتو ته لاړ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist