Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې ۱۰۰ تنه له پوځي زده کړو فارغ شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/02

په سوېل پکتیا ولایت کې د ۲۰۳منصوري قول اردو له روزنیز مرکز قوماندان ایوب خالد وايي، له دې مرکزه  سل تنه له یو میاشتني پوځي زده کړو فارغ شول.

خالد وایي، اسلامي اردو ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او وبه کړای شي، چې د هېواد له ټولو پولو ساتنه وکړي او امنیت لا ډاډمن کړي .

خالد  زیاته کړه:« خپل سرحدونه به ساتئ، له دښمنانو څخه به خپل سرحدونه ساتئ، چې ستاسو پر هېواد څوک تیری ونه کړي. له خپلې خاورې ساتنه یو الهي امر دی.»

خالد تازه فارغ شویو سرتیرو ته همدا راز وویل،هیواد کې ننګونې لا نه دي ختمې شوي او د ټولو هغه کورنیو او بهرنیو کړیو پر وړاندې باید کلک ودریږي،چې غواړي د هېواد امنیت خراب کړي.

خالد زیاتوي:« هغه دښمنان وویروئ،چې د الله او ستاسو دښمنان دي او هغه کسان به هم ویرو‎ې،چې هغه ستاسو د مقابلې لپاره یې اراده کړې. ستاسو د خاورې اراده یې کړې او تاسو ته مالوم نه دي.»

 د پکتیا والي محمد علي جان له فارغ شویو سرتیرو وغوښتل،چې کبر او غرور دې نه کوي او له خلکو سره دې ښه چلن او له هېواده دفاع وکړي.

علي جان زیاته کړه:« که له بې اتفاقۍ څخه ځانونه وساتئ، همدا راز له کبر او غرور څخه ځانونه وساتئ، نو زه تاسو ته دا ډاډ درکوم،چې تاسو به د دې خاورې حاکمان یاست.»

له له درېیو میاشتو راهیسې منصوري قول اردو کې د تازه جذب شویو سرتېرو د روزنې لړۍ روانه دی او تر اوسه پورې یې  دری دورې له لنډ مهالو زده کړو فارغ شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist