• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

بلخ کې کروندګرو شنو خونو جوړولو ته مخه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/02

د بلخ ولایت د مرکز مزارشريف په ګډون د دغه ولايت په ۱۴ ولسواليو کې کروندګرو  د شنو خونو جوړولو ته مخه کړې،چې ورسره يې اقتصادي ګټه وټه هم زياته شوې ده. 

په يادو شنو خونو کې ډول ډول سبزي کرل کېږي،چې بيا د ژمي په موسم کې بازار ته وړاندې کېږي. 

سيد حبيب رحيمي په مزارشريف ښار کې پر شنو خونو  څه باندې لس مليونه افغانۍ پانګونه کړې ده. 

رحیمي وايي، په يادو شنو خونو کې ۴۰ ښځې او ۲۰ تنه نارينه په کار بوخت دي او له دې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي. 

رحيمي زیاته کړه:« له ۴۵ تر ۵۰ ورځو پورې موږ کار کوو،په خپله شنه خونه باندې، چې د بادرنګو فصل يې حاصل ته ورسېږي، له دې پرته ډول ډول سبزي لکه کاهو، تراتېزک، ګشنيز، رومي او نور هم لرو. هره ورځ ۶۰ کسان زما په شپږو شنو خونو کې پر کار بوخت وي،چې ۴۰ تنه يې ښځې دي او له دې لارې خپله نفقه برابروي.»

په ورته مهال بيا داسې کسان هم شته،چې د اقتصادي ستونزو له امله يې جوړې کړې شنې خونې د سقوط له ګواښ سره مخ دي. 

کروندګر وايي، په بازار کې د شنو خونو د موادو بیې لوړې دي او له حکومته د لنډ مهالو او اوږدمهالو پورونو غوښتنه کوي. 

د شنې خونې فارم لرونکی سيد علي وايي:« له دولته مو غوښتنه دا ده،چې موږ ته لږ پاملرنه وکړي،د شنو خونو د جوړولو د موادو په برابرېدو کې دې زموږ لاسنيوی وکړي.»

  د شنې خونې فارم لرونکی چمن وايي:« له دولته غواړو،چې له موږ سره مرسته وکړي،اوږدمهاله او لنډمهاله پورونه دې راکړي، تر څو موږ وکولای شو،چې پر خپلو پښو ودرېږو، همدا زموږ د نفقې پيدا کولو لار ده.»

د بلخ کرنې رياست مشر مولوي شمس خالد وايي،له شنو خونو تر لاسه شوي حاصلات د قناعت وړ دي او زياتوي،چې له کروندګرو سره د هغوی د ستونزو د حل کولو برخه کې همکاري کوي. 

خالد زیاته کړه:«موږ له خپلو مشرانو سره په دې کار کوو،چې څه ډول وکولای شو،دغه کروندګر پر ځان بسا شي. له موږ سره  وزارت ژمنه کړې،چې ډېر ژر به نوی طرزاالعمل راولېږي او د هغې له مخې به کروندګرو سره مرستې وشي.»

د بلخ د کرنې رياست د مالوماتو له مخې، دمګړی په دغه ولايت کې له زرو ډېرې شنې خونې فعالې دي، چې هر کال مليونونه افغانۍ حاصل کوي. 

مزارشريف کې د شنو خونو مالکين همدا راز د بازار موندنې برخه کې هم د حکومت د مرستې غوښتنه کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist