هندي رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ادرسه ویلي، دوی پلان لري چې په افغانستان کې خپل ديپلوماتیک ماموریت له سره پیل کړي او خپل سفارت پرانیزي.
سرچینو ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره د هندوستان سفارت په کابل کې خوندي دی او هېڅ ډول ګواښ نه دی ورته جوړ شوی.
هند له همدې امله زړه ښه کړی دی،چې بیرته خپل سفارت پرانیزي.
اسلامي امارت پخوا له دغسې اقداماتو هرکلی او ملاتړ کړی او تمه یې ښودلې،چې له نړیوالو سره به یې اړیکې ښې او نورمالې شي.
له دې وړاندې جرمني، سعودي عربستان او یو شمېر نورو هېوادونو هم چمتوالی ښودلی،چې په کابل کې بېرته خپل سفارتونه پرانېزي.