د نيمروز د اطلاعاتو او کلتور ريیس مفتي حبيب الله الهام وايي، نن ماسپښين ناوخته د کنګ ولسوالۍ اړوند سرحدي سيمه کې افغان او ايراني ځواکونو پر يو بل ډزې پيل کړې دي.
هغه وايي، نښته تر ماښام ناوخته روانه وه، خو هېڅ لوري ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د نوموړي په خبره، تر اوسه د دغې نښتې د رامنځته کېدو اصلي علت نه دى مالوم.
نيمروز کې يوې معتبرې سرچينې بیا شمشاد ته ويلي چې نښته د ايراني ځواکونو له لوري پپل شوې او افغان لوري يوازې د ځان دفاع کړې ده.
د سرچينې د مالوماتو له مخې، دواړو لورو پر یو بل د درنو وسلو ډزې هم کړي دي.
دغه سرچينه زياتوي، ايراني ځواکونو پولي ته نږدې دوې پوستي هم پرېښې دي، خو افغان لوري ته د مخته تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
سرچينه دا هم وايي چې تر دې وړاندې هم ايراني ځواکونو د نامالومو دلایلو له امله پر افغان لوري ډزې کړې وې.