خو په ټوله کې تحلیل کوونکي په دې باور دي،چې سعودي هم د پاکستان او قطر هېوادونو په څیر د امریکا ستراتیژیک ملګر دی او یوازې د لوېدیځ او خپلو ګټو لپاره کار کوي.
تحلیل کوونکی عزیز معارج وايي:« په داسې حال کې چې امریکا له طالبانو سره خبري کوي او سعودي عربستان هم لکه پاکستان او قطر د امریکا ستراتیژیک ملګری دی د امریکا غرب او ناټو اوخپلو ګټو لپاره کار کوي او امریکا هم هڅه کوي،چې اسلامي هېوادونه بېرته د اسلامي هېوادونو پر وړاندې وکاروي.»
سعودي عربستان روان وضعیت اندېښمن کړی او د افغانستان په تړاو یې د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس راغوښتی دی،چې د روانې ډیسمبر میاشتې پر اوولسمه نېټه به اسلاماباد کې ترسره شي.