• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سعودي عربستان د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو ناسته رابللې

admin by admin
2021/11/30

د افغانستان اوسني وضعیت ریاض اندېښمن کړی او د اسلامي همکاریو له هېوادونو یې غوښتي،چې له افغانستان سره مرستې وکړي.

د سعودي حکومت په یوه  بیان کې ویلي، دا ناسته به پر مهمو اصولو باندې ګډ دریځ ته لار برابره کړي، چې پر اساس به یې د افغانستان ثبات او ملي حاکمیت یقني کړي.

اسلامي امارت  د سعودي عربستان د دې هڅې هرکلی کړی دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال  بلال کریمي  وايي:« اسلامي امارت د ټولو ناستو او هېوادونو استقبال کوي،چې له  افغانانو سره د همکارۍ او ستونزو د حل په برخه کې په کې بحثونه کېږي.له دې  ناستې زموږ هېله دا ده،چې اسلامي همکاریو د سازمان له خوا ترسره کېږي افغانانو سره د ښو همکاریو ژمنه وشي.»

افغانستان هم د اسلامي همکاریو سازمان غړی هېواد دی او دې سازمان په افغانستان کې د تېرې شل کلنې جګړې دوام سره کلک مخالفت ښودلی وو.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وایي، د اسلامي هېوادونو سازمان خپلو کې دننه ژور اختلافات لري،چې لویه مسله یې د سني او شیعه ترمنځ جنجال دی.

د سیاسي چارو کارپوه اجمل سهیل وايي، د دې سازمان پرېکړې به عملي شي،خو په ټوله کې اوس دا ناسته د افغانستان لپاره ګټوره ده.

سهیل زیاته کړه:« دا سازمان او دې ته ورته سازمانونه د افغانستان په هکله مثبت دریځ رامنځ ته کوي بلاخره دې ته ژمن پاتې کېږي او د دې جوګه ګرځي،چې د افغانستان له  خلکو سره په سختو شرایطو کې مرسته وکړي. دا یو مثبت ګام دی، موږ یې هرکلی کوو.»

د اسلامي‌ همکاریو سازمان واک ته د  اسلامي امارت له رسېدو اوس کابل سره له پيله د اړیکو پیلولو لپاره هڅې پيل کړي دي.

کارپوهان باور لري،چې د اسلامي هېوادونو سازمان به یوې اجماع ته لاره پرانیزي،خو د نوي حکومت رسمیت پېژندنه به ګران کار وي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالحی قانت وايي:« دغه نوې غونډه مهمه ده،چې د اسلامي همکاریو هېوادونه راغونډ شي. د افغانستان د نوي حکومت په اړه خپل فکر وکړي،اجماع رامنځ ته کړي او تعاملات پیل کړي،خو زه فکر نه کوم،چې دا ناسته دې په دې منتج شي،چې افغانستان کې نوی حکومت پر رسمیت وپېژني.»

پاکستان هم د سعودي عربستان له دې ابتکار هرکلی کړی،هغه هېواد چې د دوی په محور او ګډون تر اوسه پورې د افغانستان په تړاو یوې ناستې هم ګټورې پایلې نه دي لرلي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تائید کړې،چې د راتلونکې ډسمبر میاشتې په نیمايي کې به د دې ناستې کوربتوب وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist