Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سعودي عربستان افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د اسلامي همکاریو سازمان بېړنۍ ناسته راوبلله

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/30

سعودي عربستان ويلي، تمه لري،چې دا ځانګړې  ناسته به پر کلیدي اصولو د ګډ دریځ د غوره کولو لپاره فرصت برابر کړي.

سعودي دغه راز ویلي، دا ناسته به د بهرنیو له لاسوهنې پرته افغانستان کې د یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت، ثبات او امنیت برخه کې مهم ګامونه پورته کړي.

سعودي زیاته کړې، چې افغانان په ژمي کې له ناوړه بشري وضعیت سره مخامخ دي او د خوراکي موادو،درملو او سرپناه په ګډون بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یاد هېواد د اسلامي همکاریو سازمان له غړو، نړیوالو موسسو او یادې ناستې ته له وربلل شویو هېوادونو غوښتي  دی،چې له افغانانو سره مرستې وکړي.

اخوا پاکستان بیا وړاندیز کړی دی، چې د اسلامي همکاریو سازمان ناسته دې په اسلام اباد کې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی د راتلونکې دسمبر مېاشتې پر ۱۷مه اسلام اباد کې د دې ناستې د کوربتوب وړاندیز کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي ویلي،‌ هېله لري،چې د اسلامي همکاریو سازمان به د دې ناستې لپاره د دوی د کوربتوب وړاندیز ومني.

قریشي هم ویلي، چې افغانان دا مهال د خوړو او درملو په ګډون بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او د یاد سازمان غړي هېوادونه باید د افغان ولس غږ واوري.

لا مالومه نه ده،چې دې ناستې ته به د اسلامي امارت استازي هم ور وبلل شي او که نه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist