د چارو شنونکي بیا له امریکا سره خبرې او مذاکرات ګټور او مهم یادوي،خو په وینا یې افغان لوری باید د خپل نړیوال مشروعیت لپاره ځینې مسایلو ته غاړه کېږدي.
شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« له ټولې نړۍ سره او په تېره بیا له امریکایانو سره خبرې او مثبت نتایج یې زموږ اړتیا ده. موږ باید څه له لاسه ورکړو،ترڅو چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړو، له دې پرته په داسې حالت کې چې لکه اوس چې زموږ دیپلوماتیک انځور نړۍ ته وړاندې کیږي دا په حقیقت کې د افغان ملت لپاره هغه څه دي چې دغه ملت بدمرغۍ ته بیايي.»
اخوا ځنې نور بیا وايي، دا به ستونزمنه وي،چې امریکا دې دومره ژر د افغانستان نوی دولت پر رسمیت وپیژني او کنګل شوې پیسې ورته راخوشې کړي.
شنونکی طارق فرهادي وايي:« افغانستان ته دوه شیان مهم دي، لومړی دا چې حکومت یې مشروعیت پیدا کړي او بل دا چې پیسې یې خلاصې شي،خو ستونزه دا ده،چې امریکا حاضره نه ده،چې د اسلامي امارت حکومت پر رسمیت وپیژني او د کنګل شویو پیسو ازادولو ته هم حاضره نه ده.»
په ورته مهال اسلامي امارت وايي،په ټوله کې له امریکایانو سره خبرې ښې روانې دي،خو ټولې ستونزې په یوه او دوه ناستو کې نه حل کېږي او وخت ته اړتیا لري.
د اسلامي امارت د سیاسي دفتر غړی محمد نعیم وردګ وايي:« په عامه توګه خبرې ښې روانې دي، خو دا خبره ده،چې په معمول ډول باندې خبرې اترې یو څه وخت نیسي او هرڅه په یوه دوه ناستو کې نه حل کېږي،خو بیا هم هېله مندي لرو،چې دغه ډول ناستې به د ستونزو په حل کې خپل تاثر ولري.»