Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حقاني: کابل کې سر له سبا د پاسپورټونو وېش لړۍ پيل کېږي

بلخ اوسېدونکي:حکومت باید د  پاسپورټونو وېش لړۍ کې اسانتیاوې رامنځته کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/30

سره له دې چې د بلخ په ګډون د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د پاسپورټونو د وېش محدوده لړۍ روانه ده،د مزارشريف اوسېدونکي غوښتنه کوي،چې حکومت دې د پاسپورټ بهير کې نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي. 

د بلخ یو تن اوسېدونکی سيد مرتضی وايي:« سل په سله اړتیا ده،چې د پاسپورټ پروسه نورماله شي،هر وګړی چې د افغانستان تابعيت ولري،نو حق لري چې پاسپورټ هم ولري او په هر وخت کې پاسپورټ درلودل اړين دي.»

د بلخ ولایت یو بل اوسېدونکی سجاد وايي:« هر څومره ژر چې د پاسپورټ اخېستلو لړۍ عادي شي،نو په هماغه اندازه ورسره د خلکو ستونزې کمېدای شي. موږ توقع لرو چې خلک وکولای شي په اسانه خپل پاسپورتونه واخلي او خپلو کارونو پسې لاړ شي.»

په ورته مهال مزارشريف کې يو شمېر مدني فعالان هم وايي، هر افغان په هر وخت کې پاسپورټ ته د لاسرسي حق لري او غوښتنه کوي،چې حکومت بايد د پاسپورت د وېش لړۍ عادي حالت ته راوګرځوي. 

غلام علي ملکزی د ام البلاد بنسټ مشر  وايي:«دولت مکلف دی،چې خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړي. دا د خلکو مشروع او اساسي حق دی،چې پاسپورټ ته لاسرسی ولري، مسوولين بايد دې ته پاملرنه وکړي چې د خلکو ستونزې حل شي.»

له دې سره بلخ کې د پاسپورت رياست مسول شیخ عزام بیا وايي، دمګړی يې د پاسپورټ د وېش محدوده لړۍ پيل کړې او زياتوي،چې کله ستونزې حل شي،نو ياده پروسه به نورمال حالت ته وګرځي. 

عزام زیاته کړه:« د نويو پاسپورټونو د ورکولو او يا هم د زړو پاسپورټونو د تمديد اجازه تر اوسه پورې له مرکزه نه ده راغلې،چې هر کله زموږ تخنيکي ستونزې حل شوې او د مشرانو له خوا راته اجازه وشوه،نو بيا به خلکو ته په عادي ډول د پاسپورټونو د ورکړې پروسه پيل کړو.»

د افغانستان پاسپورټ رياست چارواکو هم ويلي،چې په نږدې ورځو کې به په دغه برخه کې نورې اسانتياوې هم رامنځته کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist