ټاکل شوې ده، چې نن به قطر ته د اسلامي امارت تللی پلاوی له امریکايي لوري سره خبرې وکړي، چې پر طالب مشرانو بندیزونه لرې کړي او د افغانستان کنګل کړې شتمني بېرته ازاده کړي.
قطر ته ورغلي افغان پلاوي په تېرو دوه ورځنیو مذاکارتو کې له اروپایي ټولنې سره پر دوه اړخېزو مسایلو خبرې کړي دي.
دواړو خواو پر سياسي، بشري،روغتیایي، امنيتي، افغانستان ته د تلو راتلو خوندي لارو او مرستو پر هکله بحثونه او وضاحتونه کړې دي.
اروپایې ټولنې ژمنه کړې ده،چې له افغانانو سره به مرستو ته دوام ورکوي او د همدې لپاره یې په کابل کې د خپل بشري دفتر د دوام خبر ورکړی.
افغان پلاوي اروپایې ټولنې ته د امنيت خوندیتوب ډاډ ورکړی او غوښتنه يې کړې،چې بشري موضوعات بايد له سياسي ملحوظاتو بيل وساتل شي.
دغه راز ټينګار شوی دی،چې د فشارونو پر ځای بايد د همکاريو له لارې پرمختګ وشي.
د ناستو په ورستۍ برخه کې د افغانستان، قطر او ارپایې ټولنې ترمنځ درې اړخېزه ګډه ناسته هم شوې او هوکړه شوې ده،چې په راتلونکي کې به هم دا ډول ناستو ته دوام ورکوي.