په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په راپور کې راغلي،چې په تیره یوه اوونۍ کې په کابل کې یو خبریال د وسله والو کسانو له خوا وهل شوی او یو بل خبریال چې په غور ولایت کې د یوې کورنۍ د غربت په اړه راپور جوړ کړی و، د ګواښ له امله د خپلې سیمې پرېښودو ته اړ شوی دی.
د دغه کمېټې په راپور کې راغلي، د خبریالانو د وهلو ټکولو او ورسره د ناسم چلن او تاوتریخوالي پیښې په پرله پسې ډول دوام لري.
یادې کمېټې همدرانګه ویلي، په تېره اوونۍ کې په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی یو کار کوونکی د کابل په لوېدیځ کې د ماین په چاودنه کې ټپي شوی دی.
په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د مالوماتو پر اساس په تیره اوونۍ په لغمان ولایت کې یوه راډیو د اقتصادي ستونزو او پر رسنیو د زیات سانسور له امله خپل فعالیت بند کړی دی،چې ۱۶ نارینه او ۲ ښځینه خبریالانو دندې له لاسه ورکړي دي.