د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان وايي:« په افغانستان کې په سمدستي توګه د تلپاتې سولې او ثبات رامنځه کول مهم دي،ځکه دا هېواد له ستر بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی. دا زموږ ګډه هېله او هدف دی،چې د افغانستان دولت د ټولو برخو اړتياوو ته ځواب ووايي. موږ د هغو هڅو ملاتړ کوو،چې هدف يې د روغتيا او پوهنې په څېر د دولت د اساسي تشکيلاتو خوندي ساتل دي.»
اخوا د سیاسي چارو تحليل کوونکي هم د ايکو سازمان شته اندېښنې پر ځای بولي او وايي، که نړيوال ژر تر ژره له افغانستان سره مرستې ترسره نه کړي، روان وضعیت به د افغانستان سربېره سیمې او نړۍ ته هم بدې پایلې ولري.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی زرعلي معروف وايي:« د ګډونوالو اندېښنې پر خپل ځای دي. رښتيا هم د افغانستان اقتصاد په اوس وخت کې مخ پر زوړ روان دی. اوس د افغانستان ۸۰ سلنه نفوس د فقر له کرښې لاندې ژوند کوي،نو په ټوله کې که ګاونډیان، د سيمې هېوادونه او د نړۍ هېوادونه له افغانستان سره مرسته وکړي، نو دا کار به نه یوازې چې افغانانانو سره مرسته وکړي،بلکې مستقيما به دا د سيمې او نړۍ پر امنيت باندې هم ښه تاثیر وکړي.»
افغانستان کې د روان اقتصادي او بشري ناورین مهار کولو لپاره که څه هم یو شمېر هېوادونو او مرستندویه سازمانونو مرستې کړي،خو دغو مرستو د اړمنو اړتیاوې نه دي پوره کړي او اوس مهال د افغانستان نمايي وګړي له فقر او لوږې سره مخ دي.