Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنې د امریکا پر ځای ایران ته مخه وکړه

اروپايي ټولنه: له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/29

د قطر په پلازمېنه دوحه کې  د اسلامي‌امارت او د اروپايي ټولنې پلاوو ترمنځ د افغانستان په  اړه  دوه ورځیني مذاکرات پایته ورسیدل.

په دغو مذاکراتو کې چې د افغان لوري پلاوي مشرۍ د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي کوله او د مقابل لوري مشري د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن پر  غاړه وه،یو بل ته یې لفظي ډاډګیرنې ورکړي دي.

د لیدنې پرمهال پر سیاسي، بشري او روغتیايي مرستو او امنیتي مسایلو  خبرې شوي دي، چې په پایله کې یې د اسلامي امارت له لوري دغې ټولنې ته په افغانستان کې د امنیت ډاډ ورکړل شوی او غوښتنه دا وه،چې نړیواله ټولنه دې بشري مسایل له سیاسي هغو جلا وساتي.

د اورپايي ټولنې استازو له افغانستان سره د مرستو پر دوام هم  ټینګار کړی دی.

دبهرنیو چارو چارسمبالی وزیر امیرخان متقي وايي:« په تیرو دوه ورځو کې مو له اروپايي ټولنې سره مفصلې خبرې درلودې،په سیاسي موضوعاتو مو تفصیلي خبرې وکړې. همدا رنګه په تعلیم او تربیه ، عامې روغتیا په برخه کې، د بشري مرستو د زیاتووالي رسولو او شفافیت په برخه کې د خارجي موسیساتو او کابل کې مو د سفارتونو د امنیت په برخه کې مو تفصیلي خبرې درلودې. په دغو خبرو کې ښه ژور بحثونه وشول او  د راتلونکي پرمختګ لپاره ښه تصامیم ونیول شول.»

د اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، له اروپايي ټولنې سره اقتصادي اوسیاسي اړیکې د افغانستان او افغانانو پر ګټه دي او دا کولای شي،چې په نړیوال سټيج کې د افغانستان له رسمیت پیژندنې سره مرسته وکړي.

دوی وايي، د اروپايي ټولنې مرسته به د افغانستان اوسنی اقتصادي ناورین هم تر یوه ځایه مدیریت کړي.

شنونکی عزیز معارج وايي:« اروپايي ټولنه د یوه قوي اورګان په توګه په نړۍ کې خپل باور لري او له  دې اورګان سره د طالبانو اړیکې او ناستې پر نړیوال کچه د طالبانو پر سیاسي شناخت مثبته اغېزه کوي او د اقتصادی بحران په مخنیوي کې هم اغیزمنه ده او نور هېوادونه هم هڅولای شي،چې له افغانستان سره مرسته وکړي.»

په ورته مهال د افغانستان، قطر او اروپايي ټولنې ترمنځ یوه درې  اړخېزه ناسته هم شوې، چې په کې د افغانستان اړوندو موضوعاتو خبرې شوي او هوکړه شوې ده،چې دغه ډول ناستو  ته به دوام ورکول کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist