Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د ترکیې سفیر:له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې خپل ملاتړ ته دوام ورکوو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/28

په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګین د اسلامي‌امارت د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال سره لېدنه کې ډاډ ورکړی دی،چې هېواد یې افغانستان سره مرستو، همکارۍ او په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته دوام ورکوي.

دغه لېدنه چې په سپیدار ماڼۍ کې ترسره شوه،د ترکیې سفیر وویل،  د سرې میاشتې ټولنې پر مټ یې افغان کډوالو او بې ځایه شویو ته مرستې رسولي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

ارګین زیاته کړې:« موږ به د افغانستان کرنې وزارت سره د اصلاح شوي تخم مرسته وکړو. همدا راز به کندهار او هرات  ولایتونو او په کجکي ولسوالۍ کې د هغو عمراني پروژو کار چې ترکیه یې تمویل کوي، دوام ورکړو.»

ارګین د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال ته ډاډ ورکړی دی،چې ترکي پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته لېواله دي او په دې تړاو به کابل ته سفرونه ولري.

ارګین زیاته کړې:« ترکي پانګه وال لېواله دي،چې په بېلابېلو برخو کې دلته پانګونه وکړي او یو شمېر به یې راتلونکې اوونۍ افغانستان ته سفر وکړي.»

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي  عبدالکبیر د دواړو هېوادونو مناسبات لرغوني او دوستانه وبلل، فغانستان کې یې د تیکا موسسې فعالیتونه وستایل او د یاد بنسټ د لا زیاتو مرستو غوښتنه یې وکړه.

نوموړي ډاډ وښود،چې د ښځینه وو زده کړو او حقونو ته ژمن دي او دا مهال په بېلابېلو ادارو کې ګڼې ښځينه کارکوونکې پر دندو بوختې دي.

د نوي تعلیمي طرحې په بشپړولو سره په راتلونکي کال کې په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانېستل شي.   

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist