د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د چین، روسیې او هند د ګډې ناستې په جواب کې ویلي، دوی د ملګرو ملتونو رول ته په درنښت کتلي او د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې،چې د افغانستان په خیر وي، دوی ته هم مهمې او د تائيد وړ دي.
ذبیح الله مجاهد پرون ځینو رسنیو ته ویلي، د نړیوالې ټولنې مشروع غوښتنې ورته مهمې او د تائيد وړ دي او د دوی هغه پرېکړې او قوانین چې اسلامي شرعیت سره په ټکر کې نه وي،ورته ځان ژمن بولي.
مجاهد ویلي، د چین، روسیې او هند رول د سیمې د امنیت او دغه راز افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې مهم دی.
چین، هند او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو وړمه ورځ د افغانستان په اړه په یوې پرلیکه ناسته کې له اسلامي امارته وغوښتل،چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پرېکړه لیک او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو مرکزي رول ته درناوی وکړي.