ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي څوکۍ ته د اسلامي امارت نوماند سهیل شاهین ویلي، که په دې حساسو شرایطو کې د نړۍ اقتصادي فشارونه دوام وکړي افغانستان کې به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شي.
شاهین ویلي،افغانستان کې اوسنی ناوړه اقتصادي وضعیت د نړیوالو فشارونو له امله رامنځته شوی،چې دا مسله به د ځینو ترهګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شي او خلک به د اقتصادي ستونزو له امله د دوی لیکو ته ور مات شي.
شاهین پر نړیوالو غږ کړی دی، چې ژر تر ژره دې خپل اقتصادي فشارونه ختم کړي او اجازه دې ورکړي،چې افغانان خپل عادي ژوند ته ادامه ورکړي.