د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي،امریکا په افغانستان کې بحران رامنځته کړ او افغانان یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړل.
د یاد وزارت ویانده ماریا زخاروف ویلي،امریکا لا هم د دې بحران د پراختیا په لټه کې ده.
زخاروف زیاته کړې، امریکا په تېره پنټاګون په افغانستان کې فساد خپور کړ او دغه هېواد یې د فساد پر کنده بدل کړ.
هغې ویلي، امریکا ته په کار وه،چې د بحران د ختمولو لپاره یې هڅې کړې وې، خو برعکس دغه هېواد لا هم د بحران د پراختیا په لټه کې دی.