د لوګر امنیه قومانداني وایي چې پاسپورټ مدیریت کې یو طالب په تیروتنه کې په ډزو وژل شوی دی.
د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند احمدالله انس وایي چې پاسپورټ مدیریت کې د نظامي کسانو تر منځ لومړی لفظي شخړه را منځته شوې وه، چې وروسته هواره شوې وه.
انس زیاتوي، پر همدې مهال له یوه نظامي کس څخه په تېروتنه کې د ټوپک ډز شوی، یو طالب لومړی ټپي او وروسته یې روغتون کې ساه ورکړې.
په ورته وخت کې، یو شمېر رسنیو بیا د سرچینو له قوله ویلي چې پاسپورټ مدیریت کې د طالبانو د دوو ګروپونو تر منځ وسله واله نښته شوې او پر مهال یې دوه طالبان وژل شوي او پنځه ملکي وګړي ټپیان دي.