• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د رئیس الوزرا لومړۍ وینا: اسلامي امارت له هېچا سره د رزق ژمنه نه ده کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/28

د اسلامي امارت رئیس الوزرا  محمد حسن اخوند خپله لومړنۍ وینا کې پر ولس غږ کړی،چې واک ته د اسلامي امارت د رسېدو په تړاو دې شکر وباسي.

اخوند ولس ته په خطاب کې ویلي، فقر او بېکاري د اسلامي امارت له راتګ وړاندې هم موجوده وه،خو په وینا یې که ولس د اسلامي امارت ملاتړ وکړي،شته ستونزې به هم ډېر ژر حل کړي.

اخوند ویلي، اسلامي امارت له هېچا سره د رزق ژمنه نه ده کړې، بلکې دا ژمنه الله کړې او هغه به یې ورکوي.

هغه ولس ته په خطاب کې ویلي، د اسلامي امارت مسوولین له تاسې پیسې نه غلا کوي او نه هغه کسان دي،چې خپل جېبونه ډکوي.

نوموړي ویلي، ملت دې هوښیار وي،چې د مخکیني نظام بعضې کسان چې په دې ملت کې پاتې دي او پټ دي داسې څرګندونې کوي،چې ټول ملت ته اندېښنې پیدا کوي او پر دې مبارک نظام یې شکمنوي.

په ورته و خت کې اخوند د اسلامي امارت پر والیانو،ولسوالانو او ټولو مسوولینو هم غږ وکړ،چې د هغو خلکو فریاد واوري،چې د چارواکو دروازه کې ولاړ دي.

نوموړي د تیر حکومت نیمګړتیاوې هم بیان کړي او زیاته کړې یې ده،چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته افغانستان کې وضعیت ښه شوی دی.

رییس الوزرا ویلي، دوی د تېرو حکومتونو برعکس افغانستان کې د ښځو پت او عفت خوندي کړ او ژر به یې نور حقوق هم ورکړل شي.

هغه ویلي، په ټول افغانستان کې داسې نر نه شته دی،چې د یوې ښځې عزت ته په بد نظر وګوري، خو که دا چاره یې وکړه له سخت قانوني چلن سره به مخامخ شي.

هغه ویلي،اوسنی حکومت تر پخوانیو هغو ډېر ټول شموله دی او د هر قوم او ژبې خلک په کې شته دی. 

نوموړي بهرنیو هېوادونو او ګاونډیانو ته هم ډاډ ورکړ،چې اسلامي امارت د هېچا په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نیت نه لري.

دا لومړی ځل دی،چې د اسلامي امارت د بیا واکمن کېدو وروسته رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په رسنیو کې وینا کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist