Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

برېښنا شرکت: د برېښنا پر لویو پوروړلو برېښنا پرې شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/28

د افغانستان برېښنا شرکت د برېښنا له درکه پر لویو پوروړلو فشارونه زیات کړي او پر ډېری کورونو، هټيو او شرکتونو يې وارداتي بريښنا پرې کړې ده.

اخوا د یو شمېر شرکتونو مسوولین بیا وايي، غواړي پيسې پرې کړي،خو پیسې یې په بانکي اکاونټ کې دي او خصوصي بانکونه ترې نغدي پیسې غواړي.

د یوه شرکت مسوول خپلواک افغان وايي:« یا روزمره راکړه ورکړه کوي، د دولت پیسې دي، له خپل اکاونټ يې ورکوي،خو نه يې شي ورکولای، حکومت له يوې خوا زور اچولی پر خلکو، فشار يې اچولی،چې د برېښنا بيل تاویل کړي، له بل پلوه خلکو سره نغدې پيسې نه شته دی.»

د ځنو شرکتونو مسوولین بیا وايي، د بريښنا په پرې کېدو سره يې کارونه له خنډ سره مخ شوي او که ياده ستونزه ژر حل نه شي،درانه مالي زیانونه به ور واړي.

د یوه شرکت مسوول محمد نبي وايي:« باید دغه ستونزه د افغانستان بانک حل کړي.زموږ پیسې په اکاونټونو کې شته دي، عزيزي بانک يې موږ ته نه راکوي، يا دې زموږ له اکاونټونو څخه پیسې وګرځول شي. ځکه زموږ فابريکو باندې برېښنا پری شوې ده، يانې په هره  فابريکه کې دوه سوه پنځه سوه کسان کار کوي.»

اخوا د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي،د شرکتونو په اړه دا ډول پریکړې منصفانه نه دي او په کار دا وه،چې د پورونو راټولو لپاره قرضدارانو ته وخت ورکړل شوی وای.

د اقتصادي چارو شنونکی رحیم الله مرجان وايي:« د شرکتونو په اړه دغه ډول پریکړې غیرې منصفانه دي او د دوی په اړه بايد د برېښنا شرکت وخت ورکړي،چې په کرار کرار يې پورونه پرې کړي.»

د افغانستان برېښنا شرکت وايي،د برېښنا له درکه د ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو میلیونونه ډالر پورړوی دی او اړ دي،چې د دې پور خلاصولو لپاره له خپلو پورونو ۲۴میلیارده افغانۍ راټولې کړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist