د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونیسف وايي،په افغانستان کې تر اوسه پورې له څلور میلیونه زیات ماشومان له زده کړو څخه محروم دي،چې نیمايي نجونې دي.
یونیسف پرون ناوخته پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، په تېرو درې میاشتو کې ۵ زره او ۳۵۰ د ماشومانو لپاره د زده کړو ټولګي چمتو کړي،چې په دې سره په ټول افغانستان کې۱۴۲زره ۷۰۰ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابر شوې ده.
یونیسف همدارنګه ویلي ،د ماشومانو د زده کړو په برخه ډېر کار ته اړتیا ده،ترڅو په لېرې پرتو سیمو کې له زده کړو محرومو ماشومانو ته د تعلیم امکانات برابر شي.
یونیسف د افغانستان په لیري پرتو سیمو کې د څه وخت راپدېخوا له ښوونځیو څخه محروم ماشومانو ته د تعلیم رسولو پروګرام پيل کړی دی.