حقاني زیاتوي:« موږ کمیشن کاران نیسو،د قانون منګولو ته یې سپارو، که چیرته چا کمیشن کار ته پیسې ورکړې، څېړنه یې کېږي نوم یې تور لیست کې لیکل کېږي او هېڅکله به هم پاسپورټ تر لاسه نه کړي.»
حقاني وايي، پلازمینه کابل او ولایتونو کې د بای میټیریک او ځنې نور وسایل له کاره لویدلي او نږدې ورځو کې به نور راوړل شي او په دې سره به وکړی شي،چې د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایي.
هغه وايي:« پلازمېنه کابل او ولایتونو کې د بای میټریک او ځنې نور وسایل له کاره لویدلي دي. په نږدې ورځو کې به نور راورسېږي او د پاسپورټونو د ویش ټولو مرکونو ته به یې ولېږو.»
مراجعینو د پاسپورت له مشر علم ګل حقاني غوښتنه وکړه،چې په ټولییز ډول دې د کارکوونکو شمیر زیات کړي او ښځینه کار کوونکو ته دې اجازه ورکړل شي،چې د ښځو اړوند چارې ترسره کړي.