ټاکل شوې ده،چې نن شنبه د « ۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۶ مه » د قطر په پلازمېنه دوحه کې به د اسلامي امارت او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ پنځلس ورځني مذاکرات پیل شي.
د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي پر مشرۍ د اسلامي امارت یو لوړ پوړی پلاوی پنجشنبه قطر ته رسېدلی دی،چې په دې مذاکراتو کې برخه واخلي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د اسلامي امارت با صلاحیته پلاوی به دوحه کې د امریکا او اروپايي ټولنې له استازو سره هم وګوري.
شنونکي دا مذاکرات د کابل او واشنګټن لپاره مهم او اړین ګڼي او وړاندیز کوي، چې دواړه غاړې دې په مذاکارتو کې انعطاف وښیي.
شنونکي فکر کوي،چې امریکا نه غواړي،افغانستان له لاسه ورکړي او دواړه هېوادونه پرته له تعامل بله لاره هم نه لري.
د اسلامي امارت په پلاوي کې د پوهنې،روغتیا، مالیې، افغانستان بانک او همدا راز د استخباراتو لوی ریاست استازي ګډون لري.
داځل تمه شته دی، چې کېدای شي پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې شي.