Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: په دوحه کې پېل کېدونکي مذاکرات د کابل او واشنګټن لپاره اړین دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/27

ټاکل شوې ده،چې نن شبنه د «۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۶ مه » د قطر په پلازمېنه دوحه  کې د افغان او امریکايي استازو ترمنځ مذاکرات پيل شي. 

د بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیرخان متقي د یو دولتي پلاوي پر ‌مشرۍ دوحې ته رسېدلی او ښايي نن امریکايي استازي سره د مذاکراتو مېز ته کیني. 

د سیاسي چارو شنونکي وايي، ښه به دا وي،چې دا ځل افغان پلاوی انعطاف وښي او له نویو نظریاتو سره خبرو ته د اخل شي.

شنونکی   طارق فرهادي وايي:« امریکا هم غواړي،چې د افغانستان ستونزې حل شي،ځکه دغه هېواد د مسوولیت احساس کوي.   مذاکره جنګ نه دی،بلکې مذاکره د تعامل هنر دی،چې دواړه خواوې ګټونکې شي. په‌ کار ده،چې افغان پلاوی دا ځل له نویو نظریاتو سره مذاکرې ته ولاړ شي،چې انعطاف او تعامل وي په‌کې.»

د اسلامي امارت او  امریکایانو ترمنځ د خبرو دا پړاو داسې مهال پيلېږي،چې امریکا له افغانستان سره هرډول اړیکې پرې کړي او اسلامي امارت یې له نړیوالو فشارونو سره مخ کړی دی.

د نړیوالو اړیکو کارپوهان دا مذاکرات د دواړو هېوادونو لپاره  اړین بولي. 

د نړیوالو اړیکو  کارپوه عبدالحی قانت  وايي:« دا مذاکرات د دواړو هېوادونو لپاره مهم دي، ځکه امریکا نه‌غواړي،چې  افغانستان له لاسه ورکړي. امریکا غواړي، له نوي حکومت سره تعامل ولري او دا تعامل به د هغوی د ګټو د تضمین پر اساس وي.»

شنونکي ټینګار کوي،چې اسلامي امارت دې هم له  نړیوالو سره د خپلو ملي ګټو خوندي ساتلو پر اساس تعامل وکړي.

شنونکی   قریب الرحمن شهاب وايي:«  هغه مذاکرات،چې د امریکا او طالبانو ترمنځ دوحه کې کېږي پر خپله به یو لوی تحول رامنځته نه کړي،خو د یو تحول لپاره ابتدايي او مقدماتي ګامونه دي. ځکه د دوحې تړون مطابق ځینې مسایل له امریکا سره نا حل پاتې دي  ،ې هغه وخت ته اړتیا لري او د امریکا متحدین هم باید په دې قانع شي،چې افغانستان کې د امریکا ا قدامات پرځای وو.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، افغان پلاوی به دوحه کې امریکايي پلاوي سره مذاکراتو کې پر کنګل شوې پانګه، د نوي ‌حکومت نړیوال مشروعیت، بشري ناورین مخنیوي او کابل کې د سیاسي استازولیو پر بیا پرانېستلو په تړاو خبرې وکړي.

 امریکايي لوري سره دمذاکراتو ترڅنګ به افغان پلاوی د اروپايي ټولنې استازو سره هم جلا کتنې ولري.

دا پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا  واکمن کېدو وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ دویم پړاو مذاکرات دي،چې په دوحه کې ترسره کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist