د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ ویلي، ژمی راروان دی او په ا فغانستان کې ګڼ خلک له بد وضعیت سره مخامخ دي،چې په وینا یې دوی یې اندېښمن کړي دي.
سټولټنبرګ د ناټو غړو هېوادونو د مرستو هرکلی کړی،چې د ملګرو ملتونو او یا نورو بنسټونو له لارې افغانستان سره د مرستې کولو اراده لري.
هغه له افغانستان سره د ناټو غړو هېوادونو مرسته مهمه بللې،چې په خبره یې دا یې له افغانستان سره ژمنتیا ښیې.
سټولټنبرګ ویلي، سیمه کې ننګونې شته،چې مهمه یې د افغانستان راتلونکی دی.