Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

سعودي کې مېشت افغانان له افغان حکومته د خپلو ستونزو حل غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/27

د افغان کاریګرو یوه زیاته برخه په سعودي عربستان کې میشت ده،چې له کلونو راهېسې هلته په بېلابېلو برخو کې پر کارونو بوخت دي،خو وروستیو کې هلته د میشتو افغان مسافرو او کاریګرو ژوند هم سخت شوی دی.

د دغو کاریګرو شمیر لسګونه زرو ته رسیږي،چې یوه زیاته برخه یې د نوي حکومت په راتګ سره پر کور دننه بند پاتي دي. 

کاریګر وايي،نوي حکومت ورته د بېرته تلو زمینه نه ده برابره کړې او د ګڼو کاریګرو وېزې په‌ ختمېدو دي.

سعودي عربستان کې یو  افغان کاریګر وايي:«زما ستونزه دا ده،چې له سعودي عربستانه د شپږو میاشتو پر رخصتیو راغلی وم، خو اوس مې ۱۱ میاشتې تېرې شوې. تر اوسه پورې دلته بند پاتې یو.» 

د پاتې کاریګرو شمیر زرګونو ته رسیږي،چې اکثره یې له اوونیو راهیسې کابل کې میشت دي او خپلو کارونو ته د بېرته ستنیدو په لارو پسې ګرځي او له نوي حکومت غواړي،چې د بېرته ستنیدو زمینه ورته برابره کړي.

سعودي عربستان کې یو تن افغان کاریګر وايي:« د افغانستان وېزې دلته نه شته دی. موږ د پاکستان له لارې تللي یو.  ډېرې سختۍ مو ګاللي دي. موږ ته یوه یوه وېزه په ۳۰ لکه افغانیو تمامه شوې.» 

اخوا هغه کاریګر،چې اوس هم په سعودي عربستان کې میشت دي وايي، د پاسپورټونو موده یې پوره شوې،خو نوي حکومت ورته د پاسپورټونو د تمدید اسانتیا نه ده برابره کړې.

بل پلو د اسلامي امارات مسولین هم سعودي‌عربستان کې د مېشتو افغان مسافرو او کاریګرو ستونزې مني،خو ډاډ ورکوي،چې د حل لپاره یې هڅې  پيل کړي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند احمد الله وثیق وايي:« د سعودي عربستان له چارواکو سره اړېکې نیول شوې دي. هغوی هم دې ته لېوالتیا ښوولې ده،چې په لنډ وخت کې هغوی دلته سفارت پرانېزي. له دې سره به خپل کونسلي چارې،چې هغه د وېزې او پاسپورت  او ځنې نور مسایل دي، ورسره به حل شي. اوس اریانا، کام ایر شرکت او ځنو نورو له کابله جدې ته او له جدې یې کابل ته الوتنې پيل کړي دي. دا ستونزه به ژره هواره شي.»

سعودي عربستان کې اوس هم لسګونه زره افغان کاریګر شته  دی،چې له هغه ځایه خپلې کورنې ساتي او ګڼ یې د شاقه کارونو تر څنګ په سوداګرۍ بوخت دي. 

 نوي حکومت له سعودي چارواکو سره هم د کاریګرو په ستونزو خبرې پيل کړي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist