• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ناټو بهرنیو چارو وزیران د نومبر پر ۳۰مه د افغانستان په اړه ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/27

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ اعلان وکړ،چې په راتلونکو دوه ورځو کې د ناټو غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران سره راټولیږي او د نړۍ پر بېلابېلو مسایلو به بحثونه کوي.

دغه ناسته چې د روانې نومبر میاشتې پر ۳۰مه  به پیل شي  او د ډسمبر تر لومړۍ نیټه به دوام وکړي، د افغانستان روان کړکیچ په ‌تړاو به هم په‌ کې بحثونه او پرېکړې وشي.

سټولټنبرګ وايي:« د ناټو بهرنیو چارو وزیران به د افغانستان د موضوع په تړاو هم خبرې وکړي. موږ به د تېر حکومت پر ناڅاپي سقوط او د نظامیانو پر ماتې بحثونه وکړو. موږ هلته د خپل شتون په تړاو یوه پراخه ارزونه کړې ده. موږ هلته ډېره قرباني هم ورکړه او د خپلې موخې پورې مو فعالیت وکړ، خو هرڅه بېرته شاته وګرځيدل او دا هغه څه دي،چې موږ یې باید د راتلونکي لپاره زدکړو.»

سټلټنبرګ د ژمي له راتګ سره د افغان وګړو پر بد وضعیت اندیښنه څرګنده کړه،خو خوښي یې وښوده، چې د ناټو یو شمېر غړو هېوادونو له افغانانو سره بشري مرستې کړي او لاهم هڅې کوي،چې روان بحران مهار کړي.

سټولټنبرګ زیاتوي:« افغانستان اوس مهال له یوه ستر بشري ناورین سره مخ دی. په داسې حال کې چې ژمی هم را روان دی، د افغانستان ګڼ شمیر وګړي د خوړو او سرپناه لپاره څه نه لري. زه خوښ یم،چې د ناټو غړي هېوادونه او یو شمیر نور خیریه بنسټونه هڅه کوي،چې له هغوی سره بشري مرسته وکړي او دا ډېره اړینه ده،چې له بشري پلوه غړي هېوادونه هغوی سره کړې ژمنې عملي کړي.»

اخو د اروپايي کمېسیون مشرې  ارزولا فون درلاین هم ټینګار کړی دی،چې له افغان ولس به ملاتړ کوي خو په وینا یې لازمه نده چې دغه مرسته او ملاتړ دې، پر دې مشروط وي چې دلته دې حکومت په رسمیت وپيژندل شي.

درلاین زیاته کړه:« اروپايي ټولنه باید له افغانستانه د وګړو ملاتړ وکړي،چې هغوی له ټولنیز او اقتصادي ماتې سره مخ دي. اړینه نه ده،چې دا مرستې  او ملاتړ دې وروسته له هغې وشي،چې د افغانستان حکومت پر رسمیت وپیژندل شي.»

دا خبرې داسې مهال کېږي،چې پرون شپه روسيې،چین او هند هم د افغانستان په اړه یوه پرلیکه  ناسته کړې،چې اجنډا یې په افغانستان کې بشري ناورین، د ترهګرۍ ګواښ او د مخدره توکو د پراختیا پر وړاندې پر مبارزې متمرکزه وه.

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist