نن د نومبر ۲۵ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې سره برابره ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د همدې ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د افغان ښځو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او د تاوتریخوالي کچه یې لوړه بللې ده.
خبرپاڼه کې غوښتنه شوې ده،چې د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي او باید هغه چلن بدل کړو،چې د تاوتریخوالي ملاتړ کوي.
خبرپاڼه کې راغلي،چې افغانستان کې د کورونا وبا او بشري بحران پر مهال د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.
خبرپانه زیاتوي،چې افغانستان د نړۍ پر کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري او له هرو لسو ښځو ۹ ښځو یې تاوتریخوالی تجربه کړی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز ویلي، د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي او باید هغه چلند بدل کړو،چې د تاوتریخوالي ملاتړ کوي.