د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، دا مهال د ښار په دوه ویشت حوزو کې د سړک غاړې ویالو پاکولو کمپاین روان دی او هڅه کوي، ټولې هغه ویالې له کثافاتو پاکې کړي،چې د ژمي ورښتونو پرمهال د اوبو جریان بندوي او اوبه سړکونو ته راوځي.
بارکزي زیاته کړه:« دا مختلف پلان دي، يو خو ۲۲ ولسوالۍ سم لښتيان نه لري، د ځينو کم دي، د ځينو ډېر دي، د ځينو مساحت ډېر دی د ځينو کم دی، د هغه د تناسب په لحاظ دا خلک ويشل شوي دي او د کابل ښار ټول لښتيان به پاکیږي اودا يو څه وخت ته اړتيا لري.»
د کابل ښاروالۍ د ښار پاکولو او د کار موندنې او بې روزګارۍ کچې ټیټولو لپاره کار د غمنو بدل کې نوې برنامه پیل کړې چې څه باندې څلور زره کاریګرو ته یې د کار زمینه برابره کړېده.
بارکزي وايي، موخه يې له دې کاره بې روزګاره خلکو ته د کار زمينه او د بندو لښتيو پاکوالی دی.
بارکزی زیاتوي:« دوی هغه ويالې او لښتیان پاک کوي،چې له کثافاتو ډک وي،. دوی دوه زره او سل کسان نارينه دي،چې لښتيان پاکوي او تر ۱۸۰۰ پورته ښځې دي،چې کور پر کور ګرځي او عامه پوهاوي برخه کې مرسته کوي. داسې پوهاوی چې دا کثافات خلک څنګه ټول کړي، په فلزاتو څه وکړي.»
کابل ښاروالۍ سره د ویالو پاکولو برخه کې تازه استخدام شوي کاريګر هم خوښ دي،چې د کار زمينه ورته پيدا شوې او له بله پلوه د ښار په پاکوالي کې يې ونډه اخېستې.
د مالوماتو له مخې،د کار په بدل کې د غنمو ورکړې برنامې له پاره اسلامي امارت په ټول هېواد کې د مختلفو کارونو تر سره کولو په موخه څلوېښت زره کسان ګومارلي،چې له ډلې يې څلور زره يوازې د کابل له ښاروالۍ سره پر کار بوخت دي.
په یادو څلور زره کسانو کې يې ۱۹۰۰ ميرمنې هم شاملي دي،چې د عامه پوهاوي برخه کې د کابل شاروالۍ سره کار کوي.