Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا: د مدرسو زده کوونکي مدرسو کې د عصري علومو د تدریس غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/25

په سوېل پکتیا ولایت کې د  دیني مدرسو یو شمیر زده کوونکي وایي، د عصري علومو له لوست پرته یې دیني زده کړې نیمګړې دي او له اسلامي امارته   غواړي،چې عصري علوم د مدرسو په نصاب کې شامل کړي.  

 پکتیا زرمت ولسوالۍ د دیني مدرسې یو تن زده کوونکی  وايي:« موږعصري زده کړو  ته اړتیا لرو. د بېلګې په ډول که ریاضي مو زده نه وي، د میراث په برخه کې به له ستونزو سره مخ یو.» 

د پکتیا زرمت ولسوالۍ د دیني مدرسې یو بل زده کوونکی وايي:« عصري زده کړو ته په ښوونځيو او مدرسو دواړو کې ډېره اړتیا ده.  له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې عصري علوم د مدرسو په نصاب کې شامل کړي.»  

دیني عالمان مدرسو کې د عصري علوم تدریس د وخت غوښتنه بولي او له اسلامي امارته غواړي،چې د مدرسو نصاب کې یې شامل کړي.

یو تن دیني عالم وايي:«  عصري علومو ته اړتیا ده. ډېره اړتیا ده. اسلامي امارت باید دې ته جدي پاملرنه وکړي. اوس الحمد الله اسلامي امارت په پوځي ډګر کې بریالی دی. اقتصادي او سیاسي ډکر هم باید بریالی شي.»

د پکتیا مرستیال والي عزیزالرحمن منصور وایي،اسلامي امارت په پام کې لري،چې مدرسو کې د عصري علومو تدریس پیل او دغه علوم د مدرسو په نصاب کې شامل کړي .

د دیني مدرسو زده کوونکي همدا راز له اسلامي امارته غواړي،چې پر کور دننه دې د هر راز دیني او عصري  زده کړو زمینه ورته برابره کړي،ترڅو ګاونډیو هېوادونو ته د تګ اړتیا پاتې نه شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist