د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي،هند ته یې اجازه ورکړې ده،چې له افغانستان سره مرسته شوي ۵۰ زره ټنه غنم او درمل د دغه هیواد د واګې بندر له لارې افغانستان ته انتقال کړي.
د واګې بندر له لارې د دغو مرستو د انتقال جواز پرون اسلام اباد کې د هند شارژدافیر ته سپارل شوی دی.
د هند په دغو بشري مرستو کې چې ټاکل شوې ده،د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقال شي، پنځوس زره ټنه غنم او درمل شامل دي.
د واګې بندر له لارې د هند د بشري مرستو غوښتنه دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو سره مطرح کړه او د همکارۍ ډاډ یې ترلاسه کړ.