• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي:اسلامي امارت هم  باید هغو هېوادونو کې سیاسي استازولۍ خلاصې کړي،چې کابل کې نماینده ګي لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/25

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د نړیوالو اصولو اوکنوانسینونو له مخې دیپلوماتیکې اړیکې دوه اخېزې دي او اسلامي امارت ته هم په کار ده،چې هغو هېوادونو ته خپل سفیران واستوي،چې کابل کې سفارتونه لري .

شنونکي وايي اسلامي امارت دې په هغو هیوادونو کې خپل سفارتونه پرانیزي چې په کابل ددیپلوماسۍ فعال مرکزونه لري.

دپوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« ګڼو هېوادونو چې شمیر یې له لسو زیات دی،په کابل کې یې خپل سفارتونه پرانېستي ساتلي دي. دلته دیپلوماتیکې اړیکې پالي سفیران یې د اسلامي امارت له چارواکو سره لېدنې لريږ ښه به داي وي،چې اسلامي امارت هم د  ورته  دیپلوماتیک عمل له مخې په همدې هېوادونو کې خپل سفارتونه فعال کړي او سفیران ور واستوي.»

واک ته د اسلامي امارت رسېدو سره ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په  کابل کې خپل مرکزونه وتړل،خو په تېرو دوه میاشتو کې ګڼو هېوادونو او سازمانونو بېرته خپل دفترونه پرانېستي دي.

دمګړۍ په کابل کې ۱۳ هیوادونه فعال سفارتونه لري او سفیران یې د اسلامي امارت له چارواکوسره لېدنې هم کوي، خو برعکس بیا دغو هېوادونو کې اسلامي امارت فعال سفارتونه نه لري .

د نړیوالو اړیکو څېړونکي  وايي، دنړیوالو اصولو ،شیکاګو او وېیانا کنوانسینونو پر بنسټ دیپلوماتیکې اړیکې دوه اړخیزې دي، خو داچې ځينې هېوادونه په کابل کې سفارتونه لري،فعالیت یې یو اړخیز او د یادو اصولو خلاف کار بلل کېږي .

دوی  دا کار  افغانستان ته د ارزښت نه ورکولو په مانا یادوي.

د نړیوالو اړیکو څیړونکی وايي:«  د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو د پرانیستې لپاره باید طالبان خوشحال نه اوسي،چې دوی پر خپل سرسفارت وتړي او پر خپل سر یې خلاص کړي. دلته اصول موجود دي،طالبانو دولت ته په کار دا ده،چې د وییانا او شیکاګو کنوانسنونو  پر اساس چې دیپلوماتیکې اړیکې ېې جوړې کړي دي  چلن وکړي او دیپلوماتیکې اړیکې دوه اړخیزې دي ،که چیرې دوی راځي او خپل اهداف ترلاسه کوي دا اصل کې افغانستان ته  ارزښت نه ورکول دي. زه راځم خپل بیرق پورته کوم،خو په خپل هېواد کې تاته اجازه نه درکوم.دلته باید دوه اړخېزې دیپلوماتیکې اړیکې باید په پام کې ونیول شي.»

ځنې بیا په دې باور دي،چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان نړیوال مشروعیت ته جدي اړتیا لري او افغانان حق لري،چې د نړۍ د نورو ولسونو په څېر له خپلو نړیوالو حقوقو برخمن شي او بندې پیسې یې هم راخلاصې شي. 

شنونکی طارق فرهادي وايي:« د نړیوال مشروعیت ترلاسه کول د افغانستان لپاره اړتیا ده،ترڅو وشي کولای،د نورو ملتونو په څېر له حقوقو برخمن وي او همدا رازکنګل شوې پیسې یې هم خلاصې شي.»

په دې تړاو بیا اسلامي امارت همدومره وايي، له ټولو هېوادونو سره یې اړیکې پر متقابل درناوي ولاړې دي. 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي:« دا داسلامي امارت پالیسي ده،چې ټول ارتباطات او اړیکې د متقابل احترام  پر  اساس وي،که هغه سیاسي، دیپلوماتیکې او که اقتصادي اړیکې دي.»

پاکستان ، ایران ، ازبکستان ، ترکمنستان ، ترکیه ، روسیه ،  قزاقستان ، متحده عربي امارت او د سیمې او ګاونډ ځینې نور هېوادونه دي،چې په کابل کې سفارتونه لري  او دیپلوماتان یې فعال دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist