د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، سږني ژمي ته ځکه اندېښمن دي،چې له تیرو درې میاشتو راپدېخوا کار روزګار نه لري.
دوی وايي، له خوراکي توکو سربېره د ژمي پوښاک او سون توکو بیې هم لوړې شوي او د اخېستلو وس یې نه لري.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« تر اوسه پورې مو د ژمي له پاره هېڅ تدابير نه دی نيولي،ځکه وس یې نه لرو،که وس مو لرلی، ډېر څه به مو اخېستی وای.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وایي:« وروره! که درته ووایم، د هېڅ شی وس نه لرم، لرګیو ته اړتیا ده، ګاز ته اړتیا ده او د پوښاک لپاره اړتیا ده.»
ځينې نور بيا وايي، د ژمي په رارسېدو ورسره تشويشونه يو په دوه شوي او حيران دي،چې شته اړتیاوې به له کومه پوره کړي.
کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« اوس وخت کې يو خروار لرګي په نهه زره افغانۍ دي، نو زموږ د غريبو خلکو وس دې ته چرته رسېږی.»
دې ټولو پوښتنو او اندېښنو ته بیا په ځواب کې د اسلامي امارت مسوولین وایي،په داسې يو پروګرام يې کار پيل کړی دی،چې له مخې به يې د اړمنو کورنيو ژمنۍ ستونزې حل شي.
د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي وايي:« زه به دا ووایم،چې اسلامي امارت اوس د بې وزله او اړمنو له پاره پر داسې یوه پروګرام کار روان کړ، چې ډاډ راکوي،چې شته اندېښنې به یې ختمي کړي.»
عام خلک وايي، د سږني ژمي لپاره هېڅ تدابېر نه لري، کار روزګار یې د پخوا په شان جوړ نه دی او اندېښنه لري،چې د ژمي سړه هوا به یې په مرګ وګواښي.
له دې سربیره کابل ښاریان د لومړنیو توکو له لوړو بیو هم شکایت کوي او له مسوولینو غواړي،چې په بازار څار پيل کړي.