• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: له کابل سره د نړیوالو تعامل سلسله د دوی اندېښنو لرې کېدو لپاره ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/24

د سیاسي چارو شنونکي وايي،د نړیوالې ټولنې هغه تعامل چې  اسلامي امارت سره یې پیل کړی دی،هغه د دوی د امنیتي او اقتصادي ګټو پراساس دی.

شنونکی طارق فرهادي  وايي:« د سمیې هېوادونو او نړۍ چې کوم تعامل کابل سره لري دا د امنیتي او اقتصادي ګټو پر اساس دی،داچې پر رسمیت یې نه پېژني دا په دې مانا چې د طالبانو د حکومت ترکیب یې خوښ نه دی.»

 شنونکي وايي، د کابل او  نړیوالو  ترمنځ د تعامل بل هدف دا دی،چې نړیوال نه غواړي، په راتلونکې کې د دوی ملي حاکمیت او کورنی امنیت له افغانستان څخه زیانمن شي.

 پخواني ډیپلوماټان وایي، نړیوالو ته په کار ده،چې د افغانستان نوي حاکم حکومت سره خپلې اړیکې وساتي.

پخوانۍ ډیپلوماټه شکریه بارکزۍ وايي:« زه فکر کوم لومړی نړیواله ټولنه د بشري ناورین د مخنیوي په برخه کې مرسته کوي او د دې ترڅنګ د هغوی د ملکونو د ملي ګټو پر اساس نه غواړي،راتلونکې کې له افغانستانه دوی ته خطر متوجې شي. دوی ته په کار ده،چې افغانستان کې له نوي نظام سره اړیکې وساتي،ترڅو یوې هوکړې ته ورسیږي.»

اخو ځنې نور بیا ټینګار کوي،چې نړیوال نباید پداسې یوه وضعیت کې چې له نیمايي زیات افغانان له فقر سره م خدي هیر کړي او د افغانستان ستراتیژیک موقیعت ته په کتو دې نړیوال له اسلامي امارت سره ښې اړیکې ولري.

شنونکی  سرور نیازی شنونکی  وايي:«  دلته یوازې د طالبانو د حکومت مسله نه ده،دېرش میلیونه افغانان له فقر او بېکارۍ سره ژوند کوي، نو یو خوا باید افغان ملت هېر نه شي او له  بل پلوه د افغانستان ستراتیژیک موقیعت دی،چې لري یې نړیوال باید اړ اېستل شي،چې له  افغانستان سره ښې اړیکې ولري.»

پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ کابو سل ورځې پوره شوې،خو تر اوسه پورې ېد نړۍ هېڅ یوه هېواد اسلامي امارت پر رسمیت نه ده منلی.

اندېښنه داده،که نړیوال د خپلو ګټو او اسلامي امارت د خپلو ګټو د خوندیتوب په هڅه کې سیالي کوي،لرې نه ده،چې افغانان به له یوه سخت ناورین سره مخ شي،چې پایله به یې ټولو ته ګواښوونکې تمامې شي.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist