راپورونه وایي، د افغانستان او امریکا ترمنځ به دا مذاکرات راتلونکې اوونۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي او تر ۱۵ ورځو پورې به دوام وکړي.
اخوا د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، راتلونکې اوونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس وېسټ دوحې ته ځي او له طالبانو سره به د دوو اونیو لپاره مذاکرات وکړي.
ښایي سبا پنجشنبه په همدې موخه د افغانستان د بهرنیو چارسمبالی وزیر مولوي امیر خان متقي هم دوحې ته سفر وکړي.
دا چې په مذاکراتو کې به پر کومو مسایلو خبرې وشي، کره مالومات نه شته، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي، تر ډېره به په مذاکراتو کې په افغانستان کې د امریکا پر دایمي ګټو، د پاتې امریکایي وګړو او هغو افغانانو پر اېستلو خبرې وشي،چې امریکا ورته ژمنه ده او دغه راز به د افغانستان پر اقتصادي وضعیت هم بحث وشي.