د ښوونځي زده کوونکی احمد ولي وايي:« کار نه شته دی. موږ بېکاره یو،دوکان مې درلود اوس هغه هم نه چلېږي، چیري چې د مزدورۍ کوم کار پیدا شي، موږ یې کوو، هغه که نېښ وهل وي، یا کوم بل کار. که کار ونه کړم، کورنۍ مې له لوږې او فقر سره مخ کېږي.»
که څه هم ځینو طالب چارواکو ویلي، لکه د تېر په څېر به افغانستان کې د کوکنارو کر له منځه وړي،خو دا ځل د طالبانو حکومت تر اوسه پورې د کوکنار د کر مخنیوي او د نشه یي توکو د قاچاق وړونکو پر وړاندې ظاهرا جدي اقدام نه دی کړی.
خو د کندهار په ګډون، په هلمند، زابل او اروزګان کې پر هیروینو د اخته کسانو د درملنې او مخنیوي پراخ کمپاین پیل شوی دی.